د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغان ښځینه خبریالانو د تاوتریخوالي او ناوړه ګټه اخیستو په وړاندې د احتجاج نړیوالو غږونو بهیر ته نوې ساه ورکړه

افغان ښځینه خبریالانو د تاوتریخوالي او ناوړه ګټه اخیستو په وړاندې د احتجاج نړیوالو غږونو بهیر ته نوې ساه ورکړه

Nov 25, 2017 - 09:31

مزار شریف: داسې مهال چې د #metoo هشتګ په روان کال کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ښځې وهڅولې څو په کارځای کې د جنسي ځورنې په تړاو خپلې شخصي کیسې له نورو سره شریکې کړي، د افغانستان په شمال کې یوه ډله د تلویزیون خبریالانې هیله منې دي چې وکولی شي د هغو افغان ښځو کیسې چې له جنسي ځورنو کړیدلي او هغه نجونې چې ناوړه ګټه ورځینې اخیستل شوې یا د جنسیت پر بنسټ ورسره تاوتریخوالی شوی ،د خپلې خویندې یوازې مه پریږدئ، په شعار بیان کړي.

په افغانستان کې د دغو شان کیسو د ویلو لپاره د ښځو دعوت کول ګران او هغوی له ګواښونو سره مخامخوي. د هغو ښځو او نجونو د خوندیتوب په موخه چې د دې ډول کیسو په تړاو غواړي وغږیږي اړتیا ده څو یې هویت پټ او محرم پاتې شي. هغه کسان چې د ناوړه ګټې اخیستنې، جنسي ځورونې او وهلو ډبولو رپوټونه ورکوي، تر ډیره له همدې اړخه د سزا، لا زیات تاوتریخوالي او آن ځینې وخت له مرګ سره مخامخ کیږي.

ریحانه رسولي چې د افغانستان په شمال کې د آریانا ټلویزیون خبریاله ده وایي: " لومړی ګام د تاوتریخوالي د قربانۍ د باور خپلول دي. کله چې موږ د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې رپوټ ورکوو د رپوټ د تعقیبولو لپاره له ډیره احتیاط کار اخلو او له هغو کسانو سره چې غواړي د رسنیو له لارې خپله کیسه له نورو سره شریکه کړي په اړیکه کې یو."

نوموړې وایي: " دوی د ښځو د امنیت خوندي کولو سره هم مرسته کوي او که اړتیا وي نو د امن خونو ته یې د لیږد له چارې سره هم مرسته کوي."

میرمن رسولي چې د خبریالانو د خوندیتوب د ولایتي کمیټې مشري هم کوي وایي: " کله چې د جنسي ځورونې بحث رامنځ ته کیږي نو ویلی شم چې ښځینه خبریالانې په دې تړاو پوهاوی لري. کله چې په افغانستان کې کومه نجلۍ یا ښځه خپله کیسه بیان کړي نو د ننګ سیوری یې پر ژوند لمن غوړوي.

که څه هم په پرمختللو هیوادونو کې هم ښځې په دې اړه له خبرو وروسته ځورول کیږي او رټل کیږي، په افغانستان کې دا موضوع له ټولنیز غبرګون سره هم مله ده او د نجلۍ یا ښځې جنسي ځورونه د هغې ټول ژوند اغیزمنوي او آن خپله کورنۍ یې هم رټلو ته مټې رانغاړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما د رسنیزو بنسټونو ملاتړ کوي او دغه بنسټونه د محرومو افغان نارینه وو او ښځینه وو د کیسو راسپړلو ته لیواله دی، یوناما په دې تړاو ځانګړې لیوالتیا لري. ملګرو ملتونو د جنسیتي تاوتریخوالي او ځورونو په تړاو د عامه پوهاوي د کچې لوړولو په موخه د جوړو شوو غونډو او ناستو مالي ملاتړ کړی او له رسنیزو بنسټونو سره یې مرسته کړې، څو د دغو شان ناستو او غونډو پیغامونه د رسنیو له لارې تر خلکو ورسیږي. همدارنګه ملګرو ملتونو د سیمه ییزو او ټولنیزو رسنیو پرمټ د عامه پوهاوي کمپاینونه سمبال کړي، څو د ښځو حقونو ته وده ورکړي، دغه ناستې د مذهبي مشرانو، سیمه ییزو مخورو او نورو مشرانو په ګډون جوړې شوي دي.

په مزار شریف کې د یوناما دفتر د عامه اړیکو آفیسر سید بارز وایي: " له جنسیتي تاوتریخوالي سره د مبارزې ښه لار د ستونزو په اړه غږیدو لپاره په خپله د ښځو او نجونو پیاوړي کول دي" . نوموړی وایي: " کله چې د تاوتریخولي یوه قرباني د رسنیو په مرسته غږیږي، عاملین به یې ځواب ورکوونکي اوسي او دا ژوند ته بدلون ورکوي او ټولنه د جنسي ځورنو په ګډون د جنسیت پربنسټ د هر ډول تاوتریخوالي په وړاندې راویښوي او حساسوي یې."

ښاغلی بارز زیاتوي: " اوس هم ځینې ستونزې شته خو موږ هیله من یو چې د هغو قوانینو له پلي کیدو سره چې له ښځو څخه دفاع کوي او په دې باور دي چې د ښځو او نجونو په وړاندې هر ډول تاوتریخوالی تیروتنه ده، د افغانستان وضعیت بدل کړو."

د تاوتریخوالي او له ښځو څخه د ناوه ګټې اخیستنې د قربانیانو لپاره د امن ځایونو برابرولو لپاره هڅو زمینه دې ته برابره کړې چې دوی وکولی شي د رسنیو له لارې په دې اړه خبرې وکړي. د بدلون لپاره د همکارۍ بنسټ مشر سید عبدالحمید صفوت چې بنسټ یې په افغانستان کې د امن خونو د رامنځ ته کولو په برخه کې کار کوي وایي: " د امن خونو ته له ګواښونو سره سره، له باندې چاپیریال او رسنیو سره له اړیکې د ښځو بې برخې کول ناقانونه چاره ده."

رسنیو ته له لاس رسي پرته د امن خونې یوه زندان ته ورته پاتې کیږي. ښځې باید له رسنیو سره خبرو ته اړې نشي، خوباید له رسنیو سره د مرکې حق ولري.

د افغانستان په ګوټ ګوټ کې په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو یوه مهمه نښه د #Where’smyname هشتګ و، چې د ښځو د غږ اوریدل کیدو یوه هڅه بلل کیږي. په مزار شریف کې د آریانا ټلویزیون خبریاله انوشه وایي: " په افغاني ټولنه کې ښځې تر ډیره له پامه لویږي او له حقونو یې بې برخې کیږي. ځکه نو دغه هشتګ په حقیقت کې د دوی د حقونو د ترلاسه کولو په موخه یوه هڅه یادیږي. په داسې حال کې چې ښځې خپلې هیلې له لاسه ورکوي خو بیا هم غواړي چې غږ یې واوریدل شي." نوموړې زیاته کړه: آن د قبر په ډبره هم د ښځو او نجونو نومونه نه لیکل کیږي او پر ځای یې لیکل کیږي چې د دغه یا هغه کس میرمن یا لور.

ټولنیزې رسنۍ د هغو نجونو او ښځو لپاره چې ورځینې ناوړه ګټه اخیستل کیږي نه یوازې یوه لاره ده چې د خپلو حقونو په تړاو او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي په اړه لا ډیرې وپوهیږي، بلکې تر څنګ یې کولی شي په لرو پرتو سیمو کې د تاوتریخوالي د قربانیانو په اړه خبر هم ورکړي. افغان ښځې تر ډیره دا لیوالتیا نه لري چې په فیس بوک او نورو ټولنیزو رسنیو کې یې له عکس او حقیقي ځانګړتیاوو او نښو څخه وپیژندل شي. میرمن انصاري وایي: البته په ټولنیزو رسنیو کې هم شخصي سانسور شته دی، معمولا ښځې او نجونې نه غواړي له نورو سره مخامخې شي، ځکه نو ګڼې یې پریکړه کوي چې د تاوتریخوالي کیسې له ځانه سره وساتي خو ښایي نه د ډیر وخت لپاره.

د افغانستان د رسنیو کلتور په سیمه کې له ځوږ او شوره ډکو کلتورونو له ډلې یو دی، خو لا اوس هم په دغه محافظه کاره ټولنه کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي په تړاو بحث او خبرو ته د یوې دایمي ننګونې په سترګه کتل کیږي. میرمن رسولي وایي: اوس هم په ټولنه کې ګڼ نارینه مشران شته چې وایي دا یوه داسې موضوع نه ده چې په اړه یې بحث وشي. دا یو داسې ذهنیت او لید لوری دی چې موږ ورسره مخامخ یو او د بدلولو لپاره یې هڅه کوو.

په ۲۰۱۷ کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منع نړیوال کمپاین د هیڅوک شاته مه پریږدي په شعار لمانځل کیږي. د افغانستان په ګډون په نړۍ کې مدني فعالین له دولتونو څخه غواړي چې له قوانینو او سیاستونو څخه په اغیزناکه توګه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او د هغې د عاملینو سره د مقابلې او هغوی ته د سزا ورکولو د وسایلو په توګه کار واخلي او له ټولو څخه په ښه او خوندي توګه ساتنه وکړي. د یاد کمپاین مشري د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره   “UN Womeninfo-icon” په غاړه لري چې په افغانستان کې هم فعالیت لري او تر ډیره یې پام په اغیزمنونکو ډلو ورټول دی.

پرله پسې جنګ جګړو د آریانا ټلویزیون د خبریالانو په ګډون دیر نور هم په لرو پرتو سیمو کې چې تر ډیره همدغه اغیزمنونکې ډلې هم په کې ژوند کوي، د خبرونو له پوښښ څخه بې برخې کړې دي. د آریانا ټلویزیون خبریاله وحیده فیضي وایي: کله چې په کلیو کې د شکنجې او تیریو خبرونو اورو، نو تر ډیره د مشرانو او یا هم وسله والو کسانو له لوري یې له خبري پوښښ څخه منع کیږو. غواړم زیاته کړم چې په لرو پرتو سیمو کې له دې چې ویرې چې ښایي د تاوتریخوالي او ناوړه ګټې اخیستنو په تړاو کیسو په ویلو به یې ژوند له ګواښ سره مخامخ شي، ګڼې ښځې چوپه خوله پاتې کیږي او خپلې کیسې له نورو سره نه شریکوي.

##

د نومبر ۲۵مه نیټه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو له نړیوالې ورځې سره د سمون تر څنګ د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پروړاندې د ۱۶ ورځي کلني کمپاین لومړۍ ورځ ده چې د نړۍ په کچه مدني ټولنه کمپاین کوي تر څو په ګوټ کوټ کې یو بدلون راولي او د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیږدي. د ۲۰۱۷ کال د کمپاین شعار   هیڅ څوک شاته مه پریږدئ: د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوئ.    

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون او نړیواله ورځ: د ۲۰۱۷ کال د نومبر ۲۵مه نیټه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو  له نړیوالې ورځې سره سمون لري. د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون موخه داده چې د جنسي تجاوز، کورني تاوتریخوالي، د کوچني عمر او د زورو ودونو او د بدو ورکولو په ګډون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کړنې جرم وګڼي. یاد قانون همدارنګه ښځو ته د پناه ورکولو، اساسي حقونو او هغو ښځو لپاره چې له تاوتریخوالي سره مخ شوي د راپور ورکولو د آزادۍ غوښتنه کوي.

د دې رپوټ په اړه: ملګري ملتونه ماموریت لري څو د پاییدونکې، پرانیستي او سوله ییز ملت ګډ هدف ته د رسیدو لپاره د افغانستان د دولت او خلکو ملاتړ وکړي. د دې رپوټ هدف دا دی څو یاد هدف ته د رسیدو په لار کې له ننګونو سره د مقابلې په تړاو د افغانستان او ملګرو ملتونو د همکارۍ په تړاو په زړه پورې بشري کیسه ووایي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement