د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل په قره باغ کې ځانمرګي بريد يو کس وژلی او ١٤ نور یې ټپيان کړي

د کابل په قره باغ کې ځانمرګي بريد يو کس وژلی او ١٤ نور یې ټپيان کړي

Nov 23, 2017 - 15:15

چاريکار (پژواک، ٢ لیندۍ ٩٦):  د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي بريد له امله يو کس وژل شوى  او د ناټو د درېيو سرتېرو په ګډون ١٤ کسان ټپيان شوي دي.

د قره باغ ولسوال محمد ظريف راشد د ليندۍ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد پرون مازديګر د اورياخېلو په سيمه کې شوى دی.

هغه زياته کړه چې ځانمرګي بريدګر له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټرسايکل د ناټو ځواکونو له کاروان سره جنګولى دی.

ولسوال وايي چې په دغه بريد کې يو ماشوم وژل شوى، د ناټو د درېیو سرتېرو په ګډون ١٤ تنه ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل چې په ټپيانو کې د پنځو ماشومانو روغتيايي حالت دا ندېښنې وړ ښودل شوى دى.

په کابل کې مېشت ناټو ځواکونو پېښه مني، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه ورکوي.

بلخوا د جورجيا د دفاع وزارت اعلان کړى چې په دغه ځانمرګي بريد کې يې درې سرتېري ټپيان شوي دي.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement