د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د نا مسوولو وسله والو په نښته کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د نا مسوولو وسله والو په نښته کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Nov 23, 2017 - 16:32

ميمنه (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د فارياب ولايت امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په مرکز کې د نا مسووله وسله والو تر منځ نښته کې له دواړو لورو څلور کسان وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

د فارياب امنيه قوماندان سمونوال محمد نعيم اندرابي وويل چې نښته نن د دوو نا مسوولو ډلو د ډلمشرانو هر يوه اسد قره او امان ګلخانه يي تر منځ شوې ده چې په پايله کې يې امان ګلخانه يي له خپل ورور او د اسد قره  له ډلې دوه کسان وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

اندرابي وويل چې کشفي او امنيتي ارګانونه سيمې ته استول شوي، څو مړي د جګړې له ډګر نه ولېږدوي او د قضيې عاملين له پېژندلو وروسته ونيسي.

د فارياب يوې بلې امنيتي سرچينې وويل چې نښته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې امان له خپلو يو شمېر کسانو سره د فاتحې مراسمو کې له ګډون وروسته بېرته راستنېده او په چرمګري کلي کې د اسد قره له کمين سره مخامخ شو.

دغه سرچينې زياته کړه چې د وروستيو دوو کلونو په ترڅ کې دا درېيمه خونړۍ پېښه ده چې د اسد قره او سيمې د ځينو نورو کسانو ترمنځ پېښېږي، په دې درېيو پېښو کې اته کسان وژل شوي او يو شمېر ټبيان دي، خو هېڅوک نه دي نيول شوي او قانوني چلند ورسره نه دى شوى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement