د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: په کندهار او اروزګان کې ٦٦ وسله وال مخالفين وژل شوي

چارواکي: په کندهار او اروزګان کې ٦٦ وسله وال مخالفين وژل شوي

Nov 21, 2017 - 14:37

کندهار (پژواک، ۳۰ لړم ۹۶): چارواکي وايي چې د کندهار په میوند او ژېړۍ ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۵۵ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د اروزګان چارواکو هم د عملياتو پر مهال د لسو وسله والو مخالفينو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.

چارواکي وايي چې په کندهار کې دغه عملیات تېره ورځ او شپه شوي چې ملي پولیسو، د عامه نظم پولیسو او ملي اردو په کې برخه درلوده او هوايي ځواک یې هم ملتيا کوله.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، ګډو ځواکونو د میوند ولسوالۍ په کلا ښامیر او جګروم سیمو کې عملیات وکړل چې پر مهال یې ۳۰ وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور چې کره شمېر یې معلوم نه دی، ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه، په دغو اته ساعته عملیاتو کې د وسله والو ۹ موټرسایکل، يو رینجر، یو سراچه او یو فیلډر موټر نیول شوي او ۱۲ نور موټرسایکل ویجاړ شوي دي.

د ده په خبره، امنیتي ځواکونو په سیمه کې د وسله والو له خوا ځای پر ځای شوي ۳۳ کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.

دی وايي، په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

دراني دغه راز وویل چې امنیتي ځواکونه تېره شپه د همدې ولسوالۍ په سنګ بر سیمه کې هم عملیات کړي چې پر مهال یې ۵ وسله وال نیول شوي، ۹ موټرسایکلان او ۱ فیلډر موټر ویجاړ شوي دي.

ده زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې ۹ میله بېلابېلې وسلې هم نیول شوي دي.

بلخوا د میوند تر څنګ په ژېړۍ ولسوالۍ کې هم عملیات شوي چې پر مهال یې ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دراني پژواک ته وویل چې دغه عملیات هم د هوايي ځواک په ملتیا د دغې ولسوالۍ په قاري سلیم دره کې شوي چې پر مهال یې ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د ده په خبره، په دغو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او ۳۰ موټرسایکلان نیول شوي دي.

په دغو عملیاتو کې هم ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

دغه عملیات له هغه وروسته کېږي چې تېره اوونۍ سلګونو وسله والو مخالفینو د هلمند د مرکز لښکرګاه له دوراهي څخه تر میوند ولسوالۍ پورې پر شاوخوا ۱۶ امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې دواړو لوروته په کې درنه مرګ ژوبله واوښته.

د يو بل خبر له مخې، د اروزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پر يوه مرکز برید کړی چې په پايله کې يې د يوه قوماندان په ګډون لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د چورې ولسوالۍ امنيه قوماندان اسدالله چې په اکا مشهور دی پژواک ته وويل چې د يادې ولسوالۍ لوېديځ ته پرته نيازو سیمه کې پولیسو د ترلاسه شوو استخباراتي معلوماتو پر اساس د وسله والو طالبانو پر يوه مرکز بريد کړى دی.

هغه زياته کړې چې په دې عملياتو کې دولتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement