Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د میدان وردګو ولایتي شورا د ریاست، مرستیالۍ او منشي څوکۍ ښځو وګټلې

د میدان وردګو ولایتي شورا د ریاست، مرستیالۍ او منشي څوکۍ ښځو وګټلې

Nov 18, 2017 - 16:05

کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٦): د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د ميدان وردګو ولايت د ولايتي شورا  رييس، مرستيال او منشي ښځې وټاکل شوې.

د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نورو ولايتونو په څېر نن په دغه ولايت کې هم د ولايتي شورا د اداري پلاوي رڼې ټاکنې ترسره شوې.

د ميدان وردګو ولایتي شورا ټول پنځلس غړي لري چې دوولس يې نارینه او درې تنه يې ښځینه دي.

منګل وايي، نن د اداري پلاوي د ټاکنو پر مهال ١٣ وکيلان حاضر وو او دا پروسه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په تخنیکي همکارۍ، د رسنیو په حضور او نورو څارونکو تر نظر لاندې ترسره شوه.

د نوموړي په وينا، د ميدان وردګو ولايتي شورا رياست ته حليمه عسکري، ډاکتر عصمت الله عاصم، مرستيالۍ ته يې نفيسه سيلۍ وردګ او شريف الله هوتک او منشي توب ته یې يوازې هاجره ميرزايي کانديد وو.

د والي وياند وويل چې د ټاکنو په پايله کې حليمه عسکري د ۹ رايو په ترلاسه کولو سره د رييسې په، نفیسه سیلۍ وردګ د ۸ رایو په ترلاسه کولو سره د مرستیالې او هاجره ميرزايي د ۱۳ رايو په ترلاسه کولو سره د منشي په توګه وټاکل شوې.

هغه زياتوي، دا لومړی ځل دی چې په میدان وردګو ولایت کې د ولایتي شورا اداري پلاوي ته مېرمنې بریالۍ کېږي او مسوولیت پر غاړه اخلي.

د ولایتي شورا نوې رييسې حلیمې عسکري او غړو يې ژمنه وکړه چې د حکومت له چارو څخه به څارنه کوي او د ولایت له مقام سره به په ټولو چارو کې له هېڅ راز مرستې درېغ ونه کړي.

د ميدان وردګو ولايتي شورا اداري پلاوي ته د ښځينه وو پر انتخاب باندې په ټولنيزو شبکو کې بېلابېل ډول تبصرې کېـږي.

ډېرى کاروونکو (که له سړو پوره نه شوه، ګرانه وطنه جنکۍ به دې ګټينه) شعر ليکلى او پوسټ کړى دى.

مدني فعال ميرويس عمرخېل په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې ليکلي: ((د ميدان وردګو خلکو انقلاب وکړ.))

عزت الله لودين ليکلي: ((کاشکې د دې ښځو په څېر د افغانستان ټول قومونه هم سره اتحاد وکړي.))

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement