د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امریکا: طالبان د افغان شخړې سیاسي هواري پر وړاندې لوی خنډ دي

امریکا: طالبان د افغان شخړې سیاسي هواري پر وړاندې لوی خنډ دي

Nov 13, 2017 - 11:50

واشنګټن (پژواک، ٢٢ لړم ٩٦):  د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله وايي چې وسله وال طالبان د افغان شخړې د سياسي هواري په لاره کې تر ټولو ستر خنډ دي.

دغه څرګندونې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا سرپرستې ځانګړې استازې الېس ويلس چې د سوېلي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله هم ده، د امريکا د کانګرېس غړو ته کړې دي.

هغې زياته کړې، د افغان شخړې د هواري لپاره بايد وسله والو طالبان ژر تر ژره د خبرو اترو مېز ته راشي.

د نوموړې په وينا، په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو پر وړاندې افغان طالبان  يواځېنى خنډ دى او دوى نه غواړي چې له افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرو ته کېني.

وېلس ويلي: "موږ بايد د طالبانو  د دريځ بدلولو او خبرو اترو ته د اماده کولو لپاره له  دواړو نظامي او سياسي لارو څخه کار واخلو."

مېرمن اليس زياته کړې چې د ولسمشر ټرمپ حکومت د سولې د خبرو لپاره له مخکې څخه شرايط نه دي اېښی.

خو نوموړې د سولې لپاره له تاوتريخوالي څخه پر لاس اخيستو، له نړيوالو ترهګرو سره د اړيکو پر پرې کولو او د ښځو حقوقو ته پر درناوي ټينګار کړی دی.

هغې پر بين الافغاني مذاکراتو د ټينګار کولو تـر څنګ ويلي چې ولسمشر ټرمپ په خپل دريځ کې په څرګندو ټکو ويلي چې افغانان په خپله بايد د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement