د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د داعشيانو او طالبانو نښته کې د دواړو لورو ٧ تنه وژل شوي

د داعشيانو او طالبانو نښته کې د دواړو لورو ٧ تنه وژل شوي

Nov 11, 2017 - 17:03

جلال اباد (پژواک ۲۰ لړم ۹۶): د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ د نښتې له امله د دواړو  لورو ١١ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي د لړم په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د خوګیاڼو د زاوې په سیمه کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ خپلمنځۍ نښته شوې ده.

ده زياته کړه، د نښتې پرمهال ۴ داعش او ۳ طالب وسله وال وژل شوي او له دواړو لورو څخه څلور وسله وال ټپیان شوي هم دي.

د يوه بل خبر له مخې، د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د داعش او حکومتي ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله يو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

د هسکې مېنې ولسوال سازولي شينواري پژواک ته وويل، نښته نن سهار د دغې ولسوالۍ اړوند د خادي غونډۍ په نوم د پوليسو پر پوستې د داعش ډلې تر بريد وروسته شوې ده.

د هغه په وينا، په نښته کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د سيمې يو اوسېدونکی سخت ټپي شوی، چې روغتيایي حالت يې نازک دی.

نوموړي په نښته کې د داعش ډلې د مرګ ژوبلې په تړاو معلومات نه درلودل.

داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement