د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وسله والو طالبانو ته د داعش ډلې پر وړاندې د نرمښت ښودو سپارښتنه شوې

وسله والو طالبانو ته د داعش ډلې پر وړاندې د نرمښت ښودو سپارښتنه شوې

Oct 07, 2017 - 14:31

لښکرګاه (پژواک، ١٥ تله ٩٦): په هلمند کې د وسله والو طالبانو مشر له خپل يو شمېر واليانو او قوماندانانو سره ليدلي او غوښتنه يې ترې کړې چې د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې دې خپل دريځ نرم کړي.

په سوېل زون کې د پوليسو يوې باوري سرچينې د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله ١٢ ورځې مخکې د هلمند په موسې کلا ولسوالۍ کې په يو سيمينار کې ګډون کړى و.

دى وايي چې په دغه سيمينار کې د طالبانو د رهبرۍ شورا يو شمېر نورو غړو لکه ګل اغا، نعيم بړيڅي، صدر ابراهيم، ملا شېرين او د لښکر دعوا او لښکر طيبه يو شمېر غړو هم ګډون درلود.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه سيمينار کې د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا محمدزی، د هلمند لپاره والي ملا عبدالمنان، د فراه لپاره والي داوود مزمل، د اروزګان لپاره والي ملا محمد امين، د زابل لپاره والي ملا بازمحمد، د غزني لپاره والي ملا محمد عيسي، د پکتيکا لپاره والي  پير اغا، د ميدان وردګو والي ملا بازمحمد، د غور والي سليمان اغا او يو شمېر نورو قوماندانانو او طالبانو ګډون درلود.

سرچينه وايي چې په دې درې ورځني سيمينار کې ملا هبت الله له طالبانو وغوښتل چې له داعش سره نور جنګ ونه کړي او يو ډول ګوزاره ورسره وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په ننګرهار، فراه، غزني، زابل، سرپل او ځينو نورو ولايتونو کې طالبانو او داعش وسله والو تر منځ ډېرې جګړې شوې او يو بل ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د اړوندې موضوع په اړه د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې ملا هبت الله په ټولو ولايتونو باندې ګرځي او د طالبانو له چارو څخه څارنه کوي.

هغه زياته کړه: ((دا کومه نوې خبره نه ده، بلکې د اسلامي امارت د زعيم د کارونو عادي بهير دى چې په ولايتونو کې له طالبانو څخه ليدنه کوي.))

خو احمدي د ملا هبت الله د وروستيو څرګندونو په اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.

دا چې ولې طالبانو د داعش ډلې پر وړاندې نرمښت ښودلی په اړه يې د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار پژواک ته وويل چې حکومت او امريکايان د طالبانو پر ضد له داعش سره مرستې کولې نو ځکه يې پر وړاندې طالبانو خپل دريځ بدل کړى دى.

هغه وايي: ((امريکا او حکومت د داعش په پرتله طالبانو ته ډېره ضربه ورکوله نو ځکه طالبانو د داعش پر وړاندې خپل دريځ نرم کړى او نه غواړي چې په دوو جبهو کې جنګ وکړي.))

خو حقيار بيا دغه ټکي ته خوشحال دى چې د افغانستان په هره برخه کې او د هرې ډلې تر منځ که جګړه کمه يا درېږي نو د هېواد په ګټه ده.

د موسى کلا ولسوالۍ شاوخوا دوه کاله وړاندې وسله والو طالبانو ونيوله او اوسمهال يې کنټرول له همدې ډلې سره دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement