د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

فارياب کې پر يوه کوچني ماشوم جنسي تېرى شوى

فارياب کې پر يوه کوچني ماشوم جنسي تېرى شوى

Oct 02, 2017 - 17:18

ميمنه (پژواک، ١٠ تله ٩٦): د فارياب امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز ميمنې ښار کې پر يوه کوچني ماشوم د ١٧ کلن ځوان له لوري جنسي تېرى شوى دى.

د فارياب د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير مل پاسوال نادر پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه څلور کلن ماشوم جمال الدين نومېږي او د ميمنې ښار د درېمې ناحيې د باغ زراعت سيمې اصلي اوسېدونکى دى.

هغه زياته کړه، پر جمال الدين د مدرسې د يوه زده کوونکي له خوا جنسي تېرى شوى دى.

د فارياب ياد امنيتي چارواکي زياته کړه، د عدلي طب معاينو ښودلې چې پر ياد ماشوم جنسي تېرى شوى دى.

هغه زياته کړه، پوليسو تورن کس نيولى او د لا ډېرو معلوماتو لپاره يې څارنوالۍ ته معرفي کړى دى.

د فارياب د عدلي طب مسوولين هم پر ياد ماشوم جنسي تېرى تاييدوي.

د دې ولايت د عامې روغتيا د عدلي طب مسوول ډاکټر سمير عنايت پژواک ته وويل، له ياد ماشوم سره په زور د لواطت عمل ترسره شوى دى.

هغه څرګنده کړه، د عدلي طب معاينات ښيي چې د جنسي تېري پر مهال د ماشوم مقعد درې ځايه څېرې شوى دى.

د جمال الدين مور وويل، فضل احمد يې زوى په زور يوې چاردېوالۍ (څلوردېوالي) ته بېولى او ياد کس د لواط پر مهال بالفعل ګېر شوى دى.

هغې زياته کړه:  "فضل احمد مې د مور د ماما زوى دى. دا د هغه لومړى کار نه دى، له دې وړاندې يې هم يوې ٧٠ کلنې ښځې ته لاس اچولى و."

خو فضل احمد د جمال الدين د مور ټولې څرګندونې رد کړې او د هغې ټولې څرګندونې يې د کورنۍ شخړو لامل او پر نوموړي تورونه بولي.

هغه وويل، په ښوونځي کې يې شپږ کاله زده کړې کړې او له تېرو څلورو کلونو راهيسې له يوه ديني عالم زده کوي او دغه راز يې قرانکريم هم په بشپړ ډول حفظ او ياد کړى دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement