Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د نيپال لومړى وزير: د افغانستان د خلکو ستونزې تر نورو ښې درک کوو

د نيپال لومړى وزير: د افغانستان د خلکو ستونزې تر نورو ښې درک کوو

Sep 22, 2017 - 09:30

کابل (پژواک ٣١ وږى ٩٦): د نيپال لومړي وزير له ولسمشر اشرف غني په کتنه کې ويلي چې حکومت يې په افغانستان کې تلپاتې سولې او ثبات ته ژمن دى.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په نیویارک ښار کې په خپل استوګنځای کې د نیپال لومړي وزیرشېر بهادر دیوبا سره وکتل.

سرچينه کاږي، په دې کتنه کې دواړو لورو د سیمه ییزه همکاریو، دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د نیپال لومړي وزیر ويلي، حکومت یې په افغانستان کې تلپاتې سولې او ثبات ته ژمن دی، ځکه نیپال چې پخوا د افغانستان په څېر له جنګ او ستونزو سره لاس او ګرېوان و، نو د افغانستان د خلکو ستونزې تر نورو ښې درک کوي.

نوموړي د سیمې د هېوادونو تر منځ اقتصادي همکاري، ترانزیت او سوداګریزه راکړه ورکړه د سیمې د امنیت او ثبات د تامین او د خلکو د هوساینې او ښه راتلونکي لپاره ګټوره وبلله.

جمهور رئیس غني وویل، سوله د افغانستان د حکومت او خلکو اساسي غوښتنه او د افغانستان ثبات د سیمې د ثبات، هوساینې او اقتصادي ودې لپاره ګټور دی.

جمهور رئیس غني د افغانستان ستراتیژيک موقعیت ته په اشارې وویل، افغانستان د سیمې د څلور لارې په توګه د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي ودې په برخه کې کافي فرصتونه لري او موږ غواړو له دغو فرصتونو څخه د خپلو خلکو د هوساینې او سوکالۍ لپاره ګټه واخلو.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement