د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ليکوال او شاعر سعدالدين شپون وفات شو

ليکوال او شاعر سعدالدين شپون وفات شو

Sep 10, 2017 - 20:21

کابل (پژواک ١٩ وږى ٩٦): د هېواد تکړه ليکوال او شاعر سعد الدين شپون د ٨٥ کلونو په عمر وفات شو.

نوموړى چې له ډېر وخت راهيسې يې په امريکا کې ژوند کاوه او له تېرې څه مودې راهيسې يې روغتيايي حالت خراب و، هملته يوه روغتون کې بستر و، خو نن يې ساه ورکړې ده.

استاد شپون د پښتو نثر پاچا، منلی نقاد او د څو ناولونو لیکوال او نوښتګر شاعر و.

دى په ٣١١ لمريز کال د کندوز په خان اباد ولسوالي کې زېږېدلی، لوړې زده کړې یې په کابل او امریکا کې کړې وې.

هغه د افغانستان په علومو اکاډمي او امريکا غږ راډيو کې کار کړى دى.

ځينې چاپ شوي آثار يې دا دي:

و نه و يو شپون و، شين ټاغی، ګټيالی، د سمڅې ياران، د بنګي غاړه، ښايستو

په ټولنيزو رسنيو کې د نوموړي پر مړينې بېلابېلو هېوادوالو خواشيني ښودلې او د هغه مړينه يې لويه ضايعه بللې ده.

د کابل پوهنتون استاد محبوب الله محبوب په خپلې فېسبوک پاڼه کې ليکلي: "په ‌‌‌‌‌‌ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې تکړه لیکوال، معاصر ادبي تیوریسن او د ځانګړي سبک څښتن استاد سعدالدین شپون له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې. د استاد په مړينه د زړه له تله خواشینی یم او پښتو ادب ته یې لویه ضایع ګڼم."

رفیع الله ستانکزي بيا ليکلي: "د پښتو نثر بېساری لیکوال استاد سعدالدین شپون له دې نړۍ سترګې پټې کړې. اروا یې ښاده او جنت یې ځای. زموږ د ‌‌‌‌‌‌ډېرو غوږونه یې له غږ سره هم له ماشومتوبه اشنا و، د ده خوږې او مینه ناکې مرکې او بحثونه هم بې جوړې و، پښتو نثر به یې تشه محسوسوي او د خوږ نثر اثار به یې تلپاتې وي."

د علومو اکاډمي علمي غړي څېړندوى رفيع الله نيازى هم ليکلي: "استاد سعدالدین شپون ومړ، رب دې ورته هغه دنیا روښانه کړي!"

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement