د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اروزګان کې لس وسله وال وژل شوي

اروزګان کې لس وسله وال وژل شوي

Aug 30, 2017 - 16:38

ترينکوټ (پژواک، ٨ وږى ٩٦): د اروزګان امنيتي چارواکي وايي چې په مرکز ترينکوټ کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او يو قوماندان يې په ټپي حالت کې نيول شوى دى.

د دغه ولایت سرپرست امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي د وږي په اتمه خبريالانو ته وويل چې د طالبانو د ځپلو لپاره څه موده وړاندې چاڼیز عملیات پيل شوي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه لس طالبان وژل شوي او د مردان په نوم د طالبانو يو قوماندان په ټپي حالت کې نيول شوى دى.

ده وويل چې ياد قوماندان تر درملنې لاندې دى او له رغېدو وروسته به قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د صديقي د معلوماتو له مخې، د همدې عملياتو په ترڅ کې د دهراوود- ترينکوټ لويه لار هم د ترافيکو پر مخ خلاصه شوې ده.

هغه يو ځل بيا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د جګړې پر ځاى د سولې لاره خپله کړي.

د قوماندان د څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement