د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د دوو پروژو چارې پيل شوې

ننګرهار کې د دوو پروژو چارې پيل شوې

Aug 26, 2017 - 15:39

جلال اباد (پژواک، ۴ وږی ۹۶): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د ٨٥ ميليونه افغانيو په لګښت د دوه رغنيزو پروژو د جوړېدو چارې پيل شوې.

د دوو کليوالي سړکونو جوړولو دا پروژې د وږي په ۴مه د ننګرهار والي او نورو مسوولينو له خوا د پټۍ په پرېکولو پيل شوې او د راتلونکو نهو مياشتو په موده کې به يې چارې بشپړې شي.

د ننګرهار د کليو پراختيا رييس انجينر مجيب الرحمن ضياء وويل چې د يادو پروژو څخه يوه يې د بهسودو ولسوالۍ د زنګويي کلي ۵.۷۵ کيلومتره او دويمه يې د همدې ولسوالۍ د مقام خان کلي ۳.۴ کيلومتره کانکرېټي سړکونو جوړول دي.

ده زياته کړه چې د زنګويي سړک د نږدې شپږ کيلومتره اوږدوالي تر څنګ پنځه متره سور او دواړو خواوو ته نيم نيم متر پلې لار لري چې د کليو پراختيا وزارت د کليوالي لارو جوړولو ملي پروګرام څه باندې ۵۵ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

هغه وويل، د مقام خان کلي سړک د نږدې درې نيم کيلومتره اوږدوالي تر څنګ پنځه نيم متره پلنوالی او دواړو خواوو ته نيم نيم متر پلې لار لري چې د کليو پراختيا وزارت د کليوالي لارو جوړولو ملي پروګرام څه باندې ۲۹ ميليونه افغانۍ به پرې ولګول شي.

د ننګرهار د کليو پراختيا رياست د معلوماتو له مخې، له یادو دواړو سړکونو به د دغو کليو ۴۱۰۰ کورنۍ ګټه پورته کړي.

په همدې حال کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دغو پروژو پر پيل خوښي وښوده او دا يې په دغه ولايت کې د سولې راوستو لپاره يو بل ګام ياد کړ.

هغه وويل، د يادو دواړو پروژو له چارو به دقيقه څارنه کېږي او جوړوونکي شرکتونه به هېڅ راز درغلۍ ته نه پرې نه ښودل کېږي.

د ننګرهار والي د لرو پرتو نا امنو ولسواليو په خلکو غږ وکړ چې په خپلو سيمو کې د رغنيزو چارو د پيل په خاطر دې د امنيت په تامين کې مرسته وکړي.

د مقام خان سيمې اوسېدونکي علي خېل پژواک ته وويل: ((دا زموږ سړک ډېر ښه کار وشو چې کار پيل شو، ډېر وخت به مريض تر شفاخانې نه رسيده لاره کې به يې ساه ورکړه؛ ځکه سړک ډېر خراب و.))

هغه هيله وښوده چې د دغو سړکونو په جوړېدو سره به امنيتي ستونزې هم کمې شي.

دا په داسې حال کې ده چې بهسود د ننګرهار ولايت د امنو ولسواليو په کتار کې راځي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement