د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لوګر کې د حقاني شبکې د ځانمرګو بريدونو د مسوول په ګډون نهه طالبان وژل شوي

لوګر کې د حقاني شبکې د ځانمرګو بريدونو د مسوول په ګډون نهه طالبان وژل شوي

Aug 02, 2017 - 11:09

پل علم(پژواک،۱۱زمری۹۶): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې د افغان امنيتي ځواکونو په هوايي بريد کې د حقاني شبکې د ځانمرګو بريدونو د مسوول په ګډون نهه وسله وال طالبان وژل شوي او په پروان کې د يوه لاسي بم چاودنې اووه کسان ژوبل کړي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاه پور احمدزي د زمري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د مرکز پل علم په شاه مزار، رستم خېلو او يوسف خېلو سيمو کې هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دې بريدونو په ترڅ کې د لوګر لپاره د حقاني شبکې د ځانمرګو بريدونو مسوول حاجي اسد په ګډون نهه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

ده وويل چې په وژل شوو کې د حقاني شبکې درې نور مهم غړي قاري صلاح الدين، قاري مصلح او قارى کوچى هم شامل دي.

هغه زياته کړه: (( د دې کسانو وژل کېدل، زموږ لپاره لويه لاسته راوړنه ده او د دوى وژل کېدل په امنيت ښه تاثير کوي.))

دغه راز د شاه مزار سيمې اوسېدونکي تاج محمد پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په کلي کې الوتکو پر وسله والو طالبانو بمبار کړى دى.

ده وويل: (( خبر يم چې طالبان په کې وژل شوي خو نه پوهيږم چې څو تنه دي او څوک دي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې تېره ورځ هم د لوګر امنيتي چارواکو ويلي وو چې په دغه ولايت کې ٢٥طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له بلې خوا په پروان کې د لاسي بم غورځولو له امله د يوې کورنۍ اووه غړي ژوبل شوي دي.

د پروان امنيتي چارواکو پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژانده کسانو تېره شپه د بګرام ولسوالۍ په ماهي ګير کلي کې د استوګنې يوه کور ته بم ور غوځولى چې په پايله کې يې د کورنۍ اووه غړي ژوبل شوي.

د پروان امنيې قوماندانۍ وياند محمد عالم وويل چې په پېښه کې پنځه نارينه او دوې مېرمنې چې د يوه کور غړي دي، ټپيان شوي او د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړي وويل چې پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.

دغه امنيتي چارواکي وويل چې تر اوسه پورې په دې اړه څوک نه دي نيول شوي او څېړنې روانې دي.

په ورته وخت کې د پروان ملکي روغتون سرطبيب ډاکټرعبدالقاسم سنګين پژواک ته وويل چې د يوې کورنۍ پنځه نارينه او دوې نجونې تېره شپه په ټپي حالت کې روغتون ته ور وړل شوي دي.

نوموړي د دوو نارينه او يوې مېرمنې روغتيايي وضعيت ژور وباله او ويې ويل چې ياد شوي درې کسان کابل ته لېږدول شوي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement