د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتیا پولیس د معاشونو پر کمېدو اندېښمن دي

د پکتیا پولیس د معاشونو پر کمېدو اندېښمن دي

Jul 11, 2017 - 14:37

ګردېز (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٦): له کورنيو چارو وزارت څخه د پکـتيا امنيې قوماندانۍ ته د را استول شوي مکـتوب له مخې د دغه ولايت د پوليسو تنخواوې ١٥٠٠ افغانۍ کمې شوې چې له امله يې پوليس اندېښمن دي.

په مکتوب کې د معاشونو کمېدو لامل د ياد ولايت امنيتي حالت ښه والی او د ګواښونو د کچې ټيټېدل ښودل شوي دي.

د پکـتيا پوليس د کورنيو چارو وزارت په دغه اقـدام سخت خواشيني دي او وايي پر ځای د دې چې د امنيتي حالت د ښه کېدو له امله تشويق شوي وای، د جزايي عمل په څېر يې معاشونه کم شوي دي.

د پکـتيا د امنيې قوماندانۍ پوليس عبدالله د چنګاښ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د معاشونو کمېدو د خبر په اورېدو ټول پوليس ډېر خپه شوي او له يو بد احساس سره مخ دي.

نوموړي وويل، پوليسو د امنيت د ټينګښت لپاره شپه او ورځ خواري کړې او اوس هم ډېره قرباني ورکوي خو پر ځای د دې چې د معاشونو پر زياتېدو او نورو امتيازاتو يې کار وشي، برعکـس معاشونه يې کم شوي دي.

دی وايي: ((دې خبر د پوليسو پر مورال هم بد تاثير کړی، ټول خپه او ناراضه دي، موږ د خپلو خلکو او دولت لپاره شپه او ورځ په محاربه او ستونزو کې تېروو او بايد زموږ د سخت کار او فعاليت قدرداني شوې وای، خو اوس لکه موږ چې وظيفې سمې نه وي اجرا کړې، معاشونه مو کمېږي.))

دغه راز يو بل پوليس عبدالولي پژواک ته وويل چې هر څه ژر بايد دغه پرېکړه بېرته تغيير وکړي.

هغه وايي، پکـتيا په هغه کچه امن نه دی چې دوی دې کرار ناست وي، بلکې هره ورځ د پېښو او ګواښونو سره مخ دي.

ده وويل: ((په مرکز او ولسواليو کې د ټولو معاشونه يونيم زر افغانۍ کم شول، موږ بېخي حيران شو؛ ځکه ټول وايي چې دوی بايد تشويق شوي وای، ټول پرسونل خپه دی.))

د اړوندې موضوع په اړه د پکـتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالی عبدياني د پوليسو د معاشونو د کمېدو خبره مني او د دې پرېکړې د بيا کتنې او بدلېدو غوښتنه کوي.

عبدياني وويل: ((دا چې په پکـتيا کې امنيتي حالت ښه شوی، د مېړنيو پوليسو او امنيتي ځواکونو د سرښندنو برکت دی، خو د معاش کمېدل به د سربازانو پر مورال منفي اغېز ولري او زه د امنيتي ځواکونو په استازيتوب له مقاماتو غوښتنه کوم چې په دې اړه بيا کـتنه وکـړي.))

دا مهال د پکـتيا د امنيتي حالت د ارزونې لپاره د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت لوی رياست يو ګـډ پلاوى هم په دغه ولايت کې دى.

د دغه پلاوي مشر پاسوال نظام الدين دادخواه پژواک ته وويل چې د پوليسو د معاشونو له کمېدو خبر شوي او په دې اړه شته نارضايتي به اړوندو لوړوپوړو مسوولينو ته ورسوي.

د کـورنيو چارو وزارت د تازه فرمان له مخې، د پکتيا او پنجشېر په ګـډون د څلورو ولايتونو د پوليسو معاشونه کم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پکـتيا په مرکز، شاوخوا سيمو او ولسواليو کې وسله وال ډېر فعاله دي او وخت ناوخت په امنيتي ځواکونو او پوستو بريدونه کوي.

د پوليسو د معاشونو د کمېدو خبر داسې مهال کېږي چې خلک د پکـتيا خراب امنیتي وضعيت ته اندېښمن دي او بيا، بيا غوښتنه کـوي چې دغه ولايت ته دې د پوليسو او د هغوی د امکاناتو، وسلو او نورو برخو کې پام زیات شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement