د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

زرمت کې د هوايي بريد له امله اووه وسله وال طالبان وژل شوي

زرمت کې د هوايي بريد له امله اووه وسله وال طالبان وژل شوي

Jul 09, 2017 - 11:15

ګردېز(پژواک،١٨چنګاښ٩٦): پکتيا کې د هوايي بريد له امله اووه وسله وال طالبان وژل شوي او دغه راز پوليسو په دې ولايت کې د نشه يي توکو درې قاچاق کوونکي هم نيولي دي.

د پکـتيا د والي وياند عبدالله حسرت د چنګاښ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په زرمت ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ۷  وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د هغه په وينا، دا بريد تېره ورځ ماښام د زرمت ولسوالۍ په مموزو سيمه کې شوی دی.

د حسرت د معلوماتو له مخې، د وژل شويو وسله والو مړي د سرې مياشتې ادارې ته راوړل شوي دي.

خو وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د زرمت ولسوالۍ په مموزو سيمه کې طالبان نه دي وژل شوي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ګردېز ښار د دويمې حوزې پوليسو درې تنه د نشه يي توکو کاروباريان نيولي دي.

د پکتيا د امنيې قومانداني وياند سردار ولي تبسم پژواک ته وويل چې ياد کسان له څلور کيلو او ۲۲۴ ګرامه هيروينو، يوه ميل کلاشينکـوف او پنځه ګرامه کرستالو سره د ګردېز اړوند په شکـرخېلو سيمه کې نيول شوي دي.

ده وويل چې نيول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي او په خپل جرم يې اعتراف هم کړى دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement