د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتیا کې تحصن په مشروط ډول پای ته ورسېد

پکتیا کې تحصن په مشروط ډول پای ته ورسېد

Jul 04, 2017 - 14:50

ګردېز (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٦): په پکتيا کې د ولايتي شورا، عالمانو شورا، قومي مشرانو او د مدني ټولنو د غړو له خوا پيل شوى تحصن په مشروط ډول پاى ته ورسېد او د تحصن خېمه يې ټوله کړه.

ياد تحصن څلور ورځې وړاندې په پکتيا کې د بېلابېلو پرمختيايي کارونو د نه ترسره کېدو په غبرګون کې پيل شوى و.

د پکتيا د ولايتي شورا رييس الامير بهرامزي د چنګاښ په ١٣مه د تحصن د پای ته رسولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې تحصن د پکـتيا د نوي والي شميم کټوازي په منځګـړتوب او په دې تعهد پای ته ورسېد چې غوښتنې به يې منل کېږي.

بهرامزی وايي: ((دا د پکـتيا په سطحه د پکـتيا د حقونو د غوښتلو لپاره ګـډ اعتراضي حرکت و او موږ ته ډاډ راکړل شو چې غوښتنې به منل کېږي او د پکـتيا حقه حقوق به راکول کېږي؛ که بيا اړتيا پېښه شوه هم مبارزې ته تيار يو.))

د پکـتيا د عالمانو شورا مشر قاري خواجه الدين حق بيان مدني او اعتراضي حرکتونه د اساسي قانون له مخې د ټولو افغانانو حق ياد کړ او هيله يې څرګنده کړه چې د احتجاج کوونکو غوښتنو او پوښتنو ته به مثبت او منطقي ځواب وويل شي.

حق بيان وويل: ((والي صېب او نورو مشرانو حقه غوښتنې په ګډه بدرګه کړې، مننه له ټولو چې دې غوښتنو ته يې لبيک وويل او هيله من يو چې ژر يې عملي بڼه ووينو.))

د اړوندې موضوع په اړه د پکـتيا والي شميم کـټوازي احتجاج کوونکو ته ډاډ ورکړ چې ولسمشر ورسره پکـتيا ته په بېلابېلو برخو کې د پراختيايي او پرمختيايي کارونو کلکه ژمنه کړې او په نږدې راتلونکي کې به ځينې عملي چارې پيل شي.

کټوازي له معترضينو مننه وکړه چې خپل مدني حرکت يې په سم او قانوني ډول ترسره کړی او چا ته يې زيان او ازار نه دی پېښ کړی.

نوموړي پژواک ته وويل: ((زموږ ټولو يو شان غوښتنې دي، زه منم چې پکـتيا ته ډېر لږ کار شوی او ولس خفه دی، ولسمشر له ما سره پکـتيا ته د کار کلکه ژمنه کړې، دا غوښتنې به په مستقيم ډول ولسمشر ته رسيږي او له ولسمشر سره به په ګډه په دې اړه ملاقات وکړو.))

د پکـتيا له اوسېدونکو سره د ولسمشر غني له خوا د لاسليک شوو مادو او تعهداتو عملي کول، د ځينو مهمو سړکونو اساسي رغونه، د مچلغو بند رغول، د پکـتيا د کدرونو په دندو ګومارل، د پکـتيا پوهنې، روغتيا او ځينو نورو برخو ته جدي پاملرنه د معترضينو عمده غوښتنې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement