د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امريکايي پلاوى: پاکستان د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د ترهګرو ډلو پر ضد ګډ عمليات کوي

امريکايي پلاوى: پاکستان د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د ترهګرو ډلو پر ضد ګډ عمليات کوي

Jul 04, 2017 - 17:45

کابل (پژواک ١٣ چنګاښ ٩٦): د امريکايي سناتورانو پلاوى وايي، پاکستان ورسره هوکړه کړې چې د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو کې به د ترهګرو ډلو پر ضد ګډ عمليات کوي او امريکا به د دغو عملياتو د څارنې زمينه برابروي.

دغه پلاوي، دغه خبرې نن له ولسمشر غني سره په ارګ کې په کتنه کې کړې دي.

د امريکا د مشرانو جرګې د سناتورانو يو لوړپوړى پلاوى، نن سهار په رسمي سفر کابل ته راغلى دى.  په دې پلاوي کې جان میکن، لینډسي ګراهام، الیزابت وارین، ډیویډ پردیو او شیلډن وایټ هاوس شامل دي.س

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د امریکا په سنا کې د پوځي چارو کمېټې د رئیس سناتور جان مکین په مشرۍ پلاوي سره وکتل.

سرچينه کاږي، په دغې کتنه کې دواړو غاړو د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا، تروریزم سره په مبارزې او د سیمه‌ییزو مسائلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني په دغه کتنه کې له افغانستان څخه د امریکا ملاتړ ارزښتمن او د قدر وړ وباله او وې ویل، د افغانستان او امریکا اړیکې په متقابلو ګټو او درناوي ولاړې دي. په افغانستان کې چې کومه جګړه روانه ده، د افغانستان جګړه نه ده، بلکې پر افغانستان او د سیمې ور هاخوا د تروریستي ډلو په ضد جګړه ده.

ورپسې یاد پلاوي چې پاکستان ته له سفر وروسته افغانستان ته راغلی و، پر داسې حل لارې ټینګار وکړ چې ټوله سیمه پرې توافق ولري.

سناتورانو وویل، د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر باجوه د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د تروریستي ډلو پر ضد د ګډو عملیاتو په اړه توافق کړی دی.

هغه زیاته کړه، امریکا د دغو عملیاتو د تائید او څارنې زمینه برابروي.

خو په خبرپاڼه کې د دې عملياتو په اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

جمهور رئیس غني وویل: "کومه سوله چې موږ غواړو، لګښت لري او دغه راز اصلاحات حتمي دي او لګښت غواړي."

د نوموړي په ټکو، افغانستان کې روان پرمختګونه هیڅ کله شاته تګ نه کوي.

نوموړي په دفاع وزارت کې راغلو اصلاحاتو ته په اشارې وویل، د دغه وزارت د مشرتابه په کچه ۱۵۰تنه جنرالان تقاعد شوي دي، نوی وزیر ټاکل شوی دی او په دغه بنسټ کې نور اصلاحات هم راغلي دي چې له امله یې په نظامي عملیاتو کې د افغانستان  ظرفیتونه پياوړي شوي دي.

د ده په وينا، دغه اصلاحات به د کورنیو چارو وزارت چې ده څه موده مخکې په امنیتي سکتور کې د فساد مرکز بللی و، هم بدل کړي. 

ولسمشر وویل، د اصلاحاتو د دوام په خاطر د امریکا د متحدو ایالتونو دوامداره همکاري مهمه ده.

هغه زیاته کړه، پارلماني ټاکنې به د ۲۰۱۸ کال په جولای کې وشي او بهیر به یې مدني ټولنه وڅاري.

غني وویل، افغانستان اړ دی چې خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي. په وروستیو کې یې د سیمې هېوادونو سره د وسپنې پټلۍ، سړک، هوايي دهلیز او د چابهار له لارې سمندر سره د افغانستان د اتصال په غرض بېلابېلې موافقتنامې لاسلیک کړې دي، له دې اېسته به افغانستان یواځې د پاکستان له ټرانزیټي او سوداګرۍ لارې پورې تړلی نه وي.

دا کتنه په داسې وخت وشوه چې امریکا د افغانستان په اړه  د خپلې پالیسۍ په ارزولو بوخته ده چې په هغې کې د ټولې سیمې سره د دغه هېواد اړیکې او همدارنګه د ځواکونو زیاتول ارزول کېږي. د بین‌المللي ایتلاف یو شمېر همکارانو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د زیاتولو ژمنه کړې ده.

له بلې خوا له اجرائيه رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اجرائيه رئيس نن په سپېدار ماڼۍ کې د جان مکين په مشرۍ د امریکايي سناتورانو له پلاوي سره ولیدل.

سرچينه کاږي، په دې ناسته کې د دې پلاوي مشر جان مکین په دې څرګندونو سره چې پاکستانيو چارواکو له افغانستان سره د همکارۍ په برخه کې چمتووالی ښودلی، وویل چې پاکستان باید له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

دى زياتوي: "په دې ډول له پاکستان سره زموږ اړیکې دوام نه شي پيدا کولای."

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې همدارنګه د دې پلاوي غړي لیندسي ګراهام وویل، چې په سیمه کې اوسنی وضعیت د منلو وړ نه دی.

هغه وویل: "که پاکستان بدلون وکړي، مکافات به شي او که یې په پالیسيو کې بدلون رانه شي، نو مجازات به شي."

نوموړي هیله وښوده، چې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې په ٢٠١٨ کال کې ترسره شي.

ورپسې د امریکا د سنا د یاد پلاوي نورو غړو هم په ترتیب سره خبرې وکړې او ویې ویل، چې له افغانستان څخه د واشنګټن ملاتړ له هرې ډلې او طرف پورته او عام دی.

هغوی له طالبانو سره د سیمې د څو هېوادونو له اړیکو څخه د اندېښنې ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې امریکا به له افغانستان سره په پوځي او مالي برخو کې ملاتړ ته دوام ورکوي.

د خبرپاڼې په حواله، د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله کابل ته د امریکايي سناتورانو د راتګ هرکلی وکړ او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د امریکا له مرستو څخه مننه وکړه.

نوموړي د هېواد کورني وضعیت ته په اشارې وویل، د خلکو او حکومت ترمنځ واټن ډېر شوی او باید د خلکو د ملاتړ جلبولو لپاره اقدامات وشي.

ده زياته کړه، اوسنی وضعیت باید بدلون وکړي، خلک له دې وضعیت څخه ستړي شوي او نور ورته دا وضعیت د منلو وړ نه دی.

هغه دغه راز په ٢٠١٨ کال کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو په اړه د حکومت ژمنه تازه کړه او ټينګار یې وکړ، چې له ټاکنو پرته بله لار نشته.

د هېواد اجرائيه رئیس پاکستان ته د امریکايي سناتورانو سفر ته په اشارې وویل، باید پر پاکستان فشار راوړل شي، چې د ترهګرو ډلو له ملاتړ لاس واخلي.

دى وايي: "موږ د خپل هېواد د ټول وضعیت پړه پر پاکستان نه اچوو؛ خو دې هېواد ته نه باید معافیت ورکړل شي."

ډاکټر عبدالله له طالبانو سره د ځينو هېوادونو اړیکو ته په اشارې وویل، چې د ترهګرو ډلو د ملاتړ او تمویل سرچینې، نشه يي توکي، غیر دولتي او زموږ ګاونډی پاکستان دي.

د هغه په وينا، د سیمې نور هېوادونه سره له دې چې له طالبانو سره یې اړیکې رغولي؛ خو هېڅکله خپلې ګټې پر افغانستان د طالبانو په حاکمیت کې نه ویني.

عبدالله په هېواد کې د حکومتولۍ په برخه کې هڅو ته په اشارې سره وویل، ناوړه امنیتي وضعیت، د ملي یووالي حکومت په نورو برخو کې په ځانګړي ډول په اقتصادي برخه کې له هڅو او هاند نه غافل کړی نه دی.

د ده په خبره، که موږ په کور دننه سیاسي بې ثباتۍ ته پای ورکړو، په هېواد کې پانګونې او اقتصادي پراختیا ته به زمینه برابره شي.

د هېواد اجرائيه رئیس مدني اعتراضونه د خلکو حق وباله او ویې ویل: "موږ پر لاریون کوونکو د ډزو د عاملانو په برخه کې د بې پرې څېړنو پایلو ته په تمه یو."

هغه ټينګار وکړ، له هغو کسانو سره به قانوني چلن وشي چې پر لاریون کوونکو یې ډزې کړې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement