د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

همدرد: د شمال د ځینو قوماندانانو نوی ایتلاف د موقفونو خونديتوب لپاره دى

همدرد: د شمال د ځینو قوماندانانو نوی ایتلاف د موقفونو خونديتوب لپاره دى

Jul 03, 2017 - 16:42

مزارشريف (پژواک، ١٢ چنګاښ ۹۶): په شمال کې د حزب اسلامي مخکښ غړي جمعه خان همدرد د حکومت پر وړاندې د ځينو نورو سياسي مشرانو ايتلاف د نظام په ګټه نه، بلکې د خپلو شخصي ګټو او دولتي موقفونو د خونديتوپ لپار وباله.

هغه دغه راز د اوسني حکومت د شته ستونزو پخلی وکړ او د حل لپاره يې ملي سياسي اجماع اړينه وبلله چې د ده په وينا، حزب اسلامي ګوند ورباندې کار کوي.

جمعه خان همدرد د چنګاښ په ١٢مه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې دی شمال ته د کوم ځانګړي سياسي پلان په ترڅ کې نه، بلکې خپلې کورنۍ او له خپلو خلکو سره د وخت د لیدو په موخه راغلی دی.

خو نوموړي په شمال زون کې د تېرو ولسمشريزو او په ځانګړې توګه پارلماني او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته په اشارې سره وويل چې دغه ځل ډېر کار ته اړتيا ليدل کېږي، بايد رڼې او بې پرې ټاکنو ترسره کېدو ته زمينه برابره شي.

د شمال پخواني جهادي قوماندان همدرد په دغه زون کې تېرې دوه دورې پارلماني او ولايتي شوراګانو ټاکنې غير عادلانه وګڼلې او د ټاکنو کمېسيونو مسوولين يې د سيمه ييزو دولتي ادارو په ولکه کې ښکېل وبلل.

هغه د کوم ځانګړي اړخ يادونه ونه کړه خو ويې ويل چې ځينو خلکو پر ټاکنيزې پروسې باور له لاسه ورکړی و او د هغوی د بار بار ټينګار له امله به يې بيا بيا برخه اخيسته او زړه به يې ماتېده.

نوموړي ټينګار وکړ چې حزب اسلامي به نه يوازې په شمال، بلکې د ټول هېواد په کچه پارلماني ټاکنو کې په پوره توګه برخه اخلي او ښه زمينه سازي به ورته وکړي.

د پکتيا پخواني والي او د حزب اسلامي دغه غړي همداراز له بدخشانه واخله، تر فارياب پورې ټول دولتي سيسټم او اداره د ځانګړيو کړيو په ولکه کې وګڼله.

نوموړي له همدې امله د دولت او خلکو تر منځ پروت واټن د نظام په ګټه ونه باله.

هغه په دې وروستيو کې د شمال زون د ځينو سياسي مشرانو له خوا د حکومت پر وړاندې شوی ايتلاف بې ګټې وباله.

په دې وروستيو کې د ولسمشر لومړی مرستيال او د جنبش ګوند رهبر جنرال عبدالرشيد دوستم، د بلخ والي او د جميعت ګوند اجرائيوي رييس عطامحمد نور او د حکومت د اجرائيه رياست مرستيال او د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق تر منځ د حکومت پر وړاندې په ترکيه کې د شوې ناستې په ترڅ کې ايتلاف جوړ شو.

د حزب اسلامي ګوند مخکښ غړي جمعه خان همدرد ورته ايتلافونه ځکه بې ګټې وبلل چې کواګې د ټولو حزبونو ګډون په کې نشته.

نوموړي زياته کړه: ((درې قوماندانان نه شي کولی چې د حکومت پر وړاندې بريالى ايتلاف جوړ کړي.))

هغه وايي، نه پوهېږي چې دې خلکو د چا پر وړاندې ايتلاف کړی دی؛ ځکه چې په اوسني حکومت کې تر ټولو غوښنه برخه د همدې خلکو ده.

همدرد دغه راز وويل، د هېواد نور طرفونه لا څه چې د شمال اوسېدونکي هم له ورته ايتلافونه ستړي شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې دغه درې اړخونه خپلو شخصي ګټو او د دولتي موقفونو د له لاسه ورکولو وېرې سره يوځای کړي دي.

د هغه په وينا، په اوسني حکومت کې له هر اړخه ستونزې شته، خو د حل لاره يې ورته ايتلافونه نه، بلکې سياسي ملي اجماع ده، چې حزب اسلامي ګوند ورباندې کار کوي.

همدرد وويل، چې د حزب ګوند ځينې نورو سياسي ګوندونو او شخصيتونو ته خپل استازي لېږلي، چې د ملي سياسي اجماع د جوړېدو زمينه برابره کړي.

هغه همداراز وويل چې په شمال زون کې له تېرې لسيزې راهيسې د حزب ګوند پر وړاندې دسيسې روانې دي چې په ترڅ کې يې يو شمېر سياسي او نظامي مشران وژل شوي .

نوموړي زياته کړه چې په دغه زون کې له دولتي چوکاټ سره تړلې ځينې کړۍ له وسله والو مخالفينو سره د حزب د سياسي او نظامي مشرانو په وژنه کې ښکاره لاس لري.

همدرد وويل: ((کله دغه ډول دولتي اړخونه له وسله والو مخالفينو سره د حزب د مخورو کسانو په وژنه کې مرسته کوي او کله طالبان له دوی سره د هغوی په نښه کولو کې ملګرتيا کوي.))

د شمال پخواني جهادي قوماندان د دغه زون امنيتي حالت د اندېښنې وړ وباله او دلته يې د داعش شتون او روانه جګړه د پرديو جګړه وګڼله.

نوموړي وويل چې داعش د طالب په څېر يو نوم دی چې د جګړې اوږدېدو لپاره کارول کېږي او بس.

هغه په ټول هېواد او په ځانګړې توګه شمال زون کې د حزب اسلامي د مخالفې وسله والې ډلې له جګړې د لاس پر سر کېدو يادونه وکړه؛ خو تر څنګ يې دا وويل چې دوی لا خپلې وسلې دولت ته نه دي سپارلې.

خو هغه پر دې ټينګار وکړ چې سياسي ګوندونه بايد وسله وال اړخ ونه لري؛ خو تر څنګ يې دا اندېښنه وښوده چې پخواني ډېری تنظيمونه اوس هم غير مسوول وسله وال لري او کاروي يې هم.

د حزب دغه غړي د دې ګوند د وسله والو په تړاو وويل: ((ټول په کور ناست دي، هېڅوک د خپلې وسلې د کارولو حق نه لري؛ حزب له حکومت سره خبرې روانې کړې دي چې د حزب ټول وسله وال د افغان ځواکونو په بېلابېلو ارګانونو کې جذب شي.))

هغه د حزب اسلامي ګوند د رهبرۍ غړو ترمنځ د اختلاف د شته ګونګسو په تړاو د پوښتنې په  ځواب کې وويل چې د دغه ګوند د غړو ترمنځ  هېڅ ډول اختلاف نشته، ټول د خپل امير ګلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندې د حزب په نامه سياسي فعاليت کوي.

خو هغه د حزب د هغو غړو په تړاو چې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې يې له جمعيت ګوند سره ځيني توافقات کړي او ورسره په ځينو سياسي مسايلو کې شريک دي، واړه او ځان غوښتونکي سياستمداران وبلل.

همدرد وويل چې دغه خلک اوس له حزب اسلامي ګوند سره هېڅ ډول اړيکې نه لري.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement