د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

که د پکتيا امنيت ته پاملرنه ونه شي، ډېرې سيمې به ددولت له واکه ووځي

که د پکتيا امنيت ته پاملرنه ونه شي، ډېرې سيمې به ددولت له واکه ووځي

Jun 21, 2017 - 15:05

ګردېز (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٦) : د پکتيا مشران وايي چې که ددې ولايت امنيتي حالت ته جدي پاملرنه ونه شي؛ نو ډېرې سيمې به د دولت له واکه ووځي.

دغه څرګندونې د پکـتيا ولايتي شورا، قومي مشرانو او مدني فعالانو د غبرګولي په ٣١مه، په ګردېز ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

دوى د دې ولايت په وروستيو ناامنيو او بې سرپرسته اداره اندېښنه وښوده او له مرکزي ادارې څخه يې ورته د جدي پام غوښتنه وکړه.

قومي مشر او په ولسي جرګه کې د پکـتيا د خلکو پخواني استازي پاچا خان ځدراڼ د روان خراب حالت پر وړاندې د اړوندو ادارو او وزارتونو پر ناغېړۍ او نه پاملرنه کلکه نيوکه وکړه او ويې ويل چې اوس هم زياتې سيمې د وسله والو تر ولکې لاندې دي او د دې حالت په دوام به دا سلنه نوره هم لوړه شي.

ځدراڼ، د ولس او دولت تر منځ په شته زيات واټن هم اندېښنه وښوده او ويې ويل چې دولتي ادارې بايد د خپل مسووليت په ترسره کولو او خلکـو ته د لازمو خدمتونو په وړاندې کولو دا واټن کم او له منځه يوسي.

دی وايي:((له مرکـز ګردېزه نيولې تر ميرزکې، ډنډپټان، اريوب، زرمت او نورو ټولو سيمو پورې ناامني ده ، مخ په زياتېدو ده او ځکه زياتيږي چې مسوولان ورته پام نه کوي، جديت نه کوي او غافله دي؛ تر دې ډېره سخته خبره دا ده چې وسله والو په خلکو کې نفوذ کړی او خلک يې د ځان ملاتړي کړي دي؛ بايد د دې حالت د بدلون او ښه والي لپاره ډېر سخت او جدي کار وشي.))

د ولايتي شورا رييس الامير بهرامزي هم وويل چې په وروستيو شاوخوا دوه مياشتو کې د پکـتيا امنيتي او اقتصادي حالت ډېر خراب شوی او لا هم مخ پر ځوړ دی.

بهرامزی د دې حالت لوی لامل په کم وخت کې د واليانو بدلون يادوي او وايي دا درېيم والي دی چې له ولايت او سيمې سره له بدلېدو سره سم په کم وخت کې بدليږي او له دې سره کاري او اداري خنډونه رامنځته کيږي.

دی وايي:((ملي وحدت حکومت دې له خپل منځي اختلافاتو تېر شي، وطن په ډېر بد وضعيت کې دی، امنيتي او اقتصادي حالت بيخي خراب دی؛ پکـتيا سره لويه جفا شوې او لا هم کيږي او هېڅ پاملرنه نشته؛ که داسې وه نو د عواقبو مسوول به خپله دولت وي؛ ان دومره قحط او بد حالت دی چې دولت په دوه مياشتو کې په دې ونه توانېد چې پکتيا ته څوک د والي په توګه وټاکي.))

قومي مخور عبدالله خان وويل، چې پکتيا ته د تېر په څېر لا هم خپل حقونه نه ورکول کيږي او د ولسمشر او نورو لوړو چارواکو ژمنې هم يوازې د کاغذ پر مخ پاتې دي.

هغه زياته کړه :((د ګردېز ښار په دوه کيلومترۍ کې امنيت نشه، هر ځای کې جنګ، تښتونې او هدفي وژنې دي، لکه د مشر او مسوول په نوم چې هېڅ هم نه وي او هسې ګډوډي وي؛ که دا بې کفايته ادارې او مسوولين وي حالت به دومره خراب شي، چې بيا به يې کنټرول ډېر سخت وي.))

د يادونې ده چې پکـتيا له تېرو شاوخوا دوه مياشتو راهيسې والي نه لري او د مرکز په ګډون د ولايت په ډېرو او بېلابېلو سيمو کې امنيتي حالت په کم ساري ډول خراب شوی او وسله والې نښتې او هدفي وژنې زياتې شوې دي.

د پکـتيا د امنيتي او اقتصادي حالت د خرابېدو عمده عوامل په کم وخت کې د واليانو ادلون، بدلون، د لازم څار نشتون او د خپلو دندو په تر سره کولو کې د مرکزي او ولايتي مسوولينو ناغېړي او غفلت ګڼل کيږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement