د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ګردېز کې د موټر بم د چاودنې له امله ٣٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ګردېز کې د موټر بم د چاودنې له امله ٣٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Jun 18, 2017 - 10:20

دويم تعقيب-ګردېز (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٦): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د امنيتي ځواکونو د عمومي مرکز مخې ته د موټر بم چاودنې له امله پنځه پوليس وژل شوي، نهه پوليس او ٢٠ ملکي وګړي ټپيان دي.

د پکتيا د امنيه قومندانۍ وياند سردارولي تبسم د غبرګولي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د امنيتي ځواکونو د عمومي مرکز مخې ته نن سهار شاوخوا اووه بجې د موټربم چاودنه وشوه.

تبسم وايي چې تر چاودنې وروسته د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه پيل شوې ده.

دغه راز د ٣٠٣ سپين زر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد پژواک ته وويل چې په دې بريد کې تر اوسه پنځه پوليس وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه: (( دې مرکز ته  نږدې دوکانونه هم دي، د خلکو ګڼه ګوڼه وي، نو کېداى شي د ١٥ په شاوخوا کې ملکي وګړي هم  ټپيان وي.((

په ياد شوي مرکز کې امنيه قوماندانۍ، د پوليسو د ځانګړو ځواکونو قطعه، د عامه نظم قوماندانۍ او د ٣٠٣ سپين زر زون د قوماندانۍ مرکزونه دي.

په سيمه کې د پېښې يو تن عيني شاهد محمد اسلم پژواک ته وويل چې چاودېدونکي توکي په مازدا موټر کې ځاى پرځاى شوي وو چې درنه چاودنه يې وکړه.

هغه وايي: (( د چاودنې له امله د شاوخوا کورنو ښيښې هم ماتې شوې دي.))

دغه راز د پکتيا د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له يادې چاودنې څخه تر اوسه دوى ته ٢٠ ملکي ټپيان ور وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت اخيستى دى.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو لومړى د موټر بم چاودنه کړې او بيا د امنيتي ځواکونو عمومي مرکز ته ننوتي دي.

ده زياته کړې، دا بريد د دوى د پنځو کسانو له خوا ترسره شوى او ادعا يې کړې چې لسګونه پوليس يې په کې وژلي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement