د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ګـردېز ــ پټان لويه لار بېرته پرانيستل شوه

د ګـردېز ــ پټان لويه لار بېرته پرانيستل شوه

Jun 17, 2017 - 16:53

ګردېز (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٦) : د پکتيا ولايت د ګـردېز ــ پټان مهمه لويه لار  چې دوه ورځې مخکې د وسله والو طالبانو لخوا تړل شوې وه، نن په درېيمه ورځ د ګـډو امنيتي ځواکونو لخوا بېرته د تګ راتګ لپاره پرانيستل شوه.

په دې ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د دويم بلوک قوماندان مير بادشاه، چې د دې عملياتو مشري کوي، وايي چې وسله والو درې ورځې وړاندې د ميرزکې ولسوالۍ اړوند په سرکي تنګ سيمه کې ياده لويه لاره تړلې وه او په لاره کې يې دوه پلچکونه هم په بمونو الوځولي و.

هغه د غبرګولي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو د دې غرنۍ سيمې لوړې او حاکمې نقطې نيولې وې او له هغو ځايونو يې پر لاره په تلونکو موټرو او امنيتي ځواکونو ډزې کولې، خو نن (شنبه) سهار وختي د ملي اردو، ملي او سرحدي پوليسو او د پوليسو د ځانګړې قطعې په ګډو عملياتو کې يې لاره پرانيسته او وسله وال يې له شاوخوا سيمو په شاه وتمبول.

هغه زياته کړه : ((زموږ قطعات په شاوخوا سيمو کې پراته دي او خلکـو ته ډاډ ورکوو چې په ډاډه زړه تګ راتګ کـولی شي، وسله والو طالبانو پلچکونه الوځولي او لاره يې تخريب کړې وه، د لارې هغه تخريب شوي ځايونه مو په خپلو لاسونو جوړ کـړل، عمليات لا هم روان دي، تر اوسه مو دوه طالبان وژلي او دوه نور ټپيان دي.))

د دې لويې لارې يو ټکسي چلوونکی عبدالله د لارې په خلاصېدو خوښي ښيي او وايي چې خلک د لارې د تړل کېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ و.

دی وايي:((په دې روژه کې خلک سخت تکليف و، دا د شريعت سره په ټکر کې او بدکار دی چې څوک لارې بندوي ، ړنګوي او خلکو ته تکليف پېښوي، موږ له امنيتي ځواکونو ډېره مننه کوو چې لاره يې خلاصه کړه. په ځاځيو، احمدخېلو او نورو ولسواليو کې سبزي، غوښه او نور خوراکي توکي کم شوي و؛ خلکو مريضان لرل او نور مشکلات لرل او بند پاتې و.))

طالب وياند ذبيح الله مجاهـد خپلې خوا ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبره نه مني او وايي چې لاره اوس هم د دوی تر کنټرول لاندې ده او اوسمهال يې ملکي خلکـو ته پرې د تګ، راتګ اجازه ورکـړې ده.

ګـردېز ــ پټان لويه لار شاوخوا ۸۵ کيلومتره اوږدوالی لري چې د پکـتيا ۹ ولسوالۍ له مرکـز ګـردېز سره نښلوي.

ميرزکه د مرکـز ګـردېز ختيځ لور ته په شاوخوا ۳۰ کيلومتري کې پرته درېيمه او نسبتا امن ولسوالۍ ده او ډېری اوسېدونکي يې د خپلو سيمو امنيت په خپله ساتي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement