د کندوز قلعه زال ولسوالي طالبانو نیولې
د کندوز قلعه زال ولسوالي طالبانو نیولې
کندوز (پژواک، ١٦ غويى ٩٦): د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت د قلعه زال ولسوالۍ نن سهار له يوې نښتې وروسته د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
د کندوز ولايتي شورا غړي اسدالله سادات پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار لس بجې د قلعه زال ولسوالي په بشپړ ډول طالبانو ونیوه.
هغه زياته کړه چې قلعه زال ولسوالۍ د طالبانو له لوري کلابنده شوې وه، خو امنيتي ځواکونه وتوانېدل چې کلابندي ماته کړي، خو د امنيتي ځواکونو يوه بله پوسته د طالبانو لاس ته ورغله او تر اوسه څرګنده نه ده چې څومره امنيتي ځواکونو به په دې پوسته کې شتون درلود.
د کندوز ولايتي شورا دغه غړي وويل چې له يادې ولسوالۍ لسګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ولسوالي يې نيولې، خو د مرګ ژوبلې په اړه لا تر اوسه معلومات نه لري.
د کندوز امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال صفر محمد بيا د قلعه زال ولسوالۍ له لاسه وتل ردوي، خو ويې ويل چې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ په ولسوالۍ کې سختې نښتې روانې دي.
ورته راپورونه:
Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.
نظر ورکړئ