د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتیا کې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو قومي مشرانو غونډه وکړه

پکتیا کې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو قومي مشرانو غونډه وکړه

Apr 23, 2017 - 16:26

ګردېز (پژواک، ٣ غويی ٩٦): د پکـتيا په سرحدي ولسوالۍ ډنډ پټان کې د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو قومي مشرانو په سيمه کې د امن راوستو په موخه غونډه وکړه.

په دې غونده کې د څمکنيو، پټان، مقبلو، منګلو، ځاځيو او د کرښې د هغې غاړې قومي مشرانو ګډون درلود.

قومي مشران د افغانستان او پاکستان تر منځ د تړل شوو لارو د خلاصون په اړه خبرې وکړې او پرېکړه يې وکړه چې په دې برخه کې به په ګډه کار کوي.

د کوزې پښتونخوا قومي مشر نوروز خان په سيمه کې پژواک خبري ژانس ته وويل: ((موږ مخکې هم د امن په خاطر جرګې کړې، دا جرګه چې وشوه هم د امن په خاطر ده، زموږ په دې علاقه کې بايد امن وي. موږ امن غواړو او امن به راولو او د کرښې دواړه غاړو ته ولاړ موټر به پرېښودل کېږي او خلک به خپل تجارت کوي.))

د کـوزې پښتونخوا يو بل قومي مخور بهادرخان خپل مجبوريتونه هم ياد کړل او ويې ويل چې د پاکـستان د حکـومت تر سختو فشارونو لاندې دي.

هغه وويل: ((موږ به هڅه کوو چې د همکارۍ په فضا کې ستونزې حل کړو، جنګ د مسئلې حل نه دی، مذاکره د حل لاره ده؛ موږ د پاکـستان د حکـومت له خوا سخت تنګ يو او په خپل وطن کې مو شپه په سختۍ سبا کـېږي.))

په ياده جرګه کې د پکـتيا قومي مخورو او مشرانو هم د ډيورنډ په دواړو غاړو کې د امنيت راوستو لپاره له ترهګـرو سره د مرستې په نه کـولو ټينګار وکـړ او د کـوزې پښتونخوا له راغلو مشرانو يې غوښتنه وکـړه چې پر خپلو چارواکو فشار راوړي، څو په دې اړه جدي اقدامات وکـړي.

قومي مشر حاجي خيال وويل که صادقانه هڅې وشي او په شوو او کـړو خبرو عمل وشي، ډېرې ستونزې به حل شي.

هغه زياته کړه: ((د منطقې د مشرانو خبرې د خلکو او د قومونو تر منځ جوړښت راوړي، نو ټول مشکلات بايد په ګډه حل کړو.))

دغه راز بل قومي مشر لايق منګل وويل چې د پاکستاني پوځيانو له لوري د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د افغانستان په خاوره کې پوستې جوړې شوې دي.

هغه پر قومي مشرانو ټينګار وکړ چې دغه موضوع هم له پاکستاني چارواکو سره شريکه کړي.

د جرګې په وروستيو کې پرېکـړه وشوه چې د دواړو غاړو له مشرانو څخه به يوه شل کسيزه کـمېټه ټاکل کـېږي او په خپلو کې به د دوامداره اړيکـو او ناستو له لارې ستونزو ته حل پيدا کـوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د يادو مشرانو تر منځ غونډې شوې دي، خو کومه ځانګړې پايله يې تر اوسه نه ليدل کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement