د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

" پکتيا کې د غصب شوو ځمکو د را ګرځولو په اړه د ولسمشر فرمان نه دى عملي شوى"

" پکتيا کې د غصب شوو ځمکو د را ګرځولو په اړه د ولسمشر فرمان نه دى عملي شوى"

Apr 18, 2017 - 18:05

ګردېز (پژواک، ٢٩ ورى ٩٦) : د پکتيا اوسېدونکي او ولايتي شورا وايي چې په دې ولايت کې د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه د ولسمشر  په فرمان عمل نه دى شوى.

شاوخوا يو نيم کال وړاندې ولسمشر اشرف غني د غصب شويو دولتي ځمکـو د راګـرځولو فرمان ورکـړ، خو په پکـتيا کې لا هم هېڅ کوم ځای په بشپـړ ډول د غاصبينو له منګـولو نه دی خلاص شوی.

په لومړي ځل د ګـردېز اړوند په بنوزيو نوم سيمه کې د شاوخوا ۴۲۰۰ جريبه غصب شوې ځمکې د راګـرځولو کار پيل شو، خو د ځينو لاملونو او جوړجاړيو له امله دا پروسه هم بريالۍ نه ښکاري.

ځايي اوسېدونکي وايي، ټاکل شوې وه چې په ياد ځای کې کلونه مخکې دولتي مامورنيو او ښوونکـو ته نومرې ووېشل شي او د دوی په نوم ښارګـوټی په کې جـوړ شي، خو دا چې د يادې ځمکې ډېرې برخې غصب شوې وې، نو له امله يې دا چاره هم ځنډېدلې پاتې ده.

د پکـتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د وري په ٢٩مه، د غصب شويو  ځمکـو راګـرځولو د چارو د پيل پر مهال پژواک ته وويل چې د سيمې له هغو اوسېدونکـو سره هوکـړې ته رسېدلي، چې په دې ځای کې يې کـورونه جـوړ کـړي او له ماسټر پلان سره سم به نقشه عملي کـيږي.

هغه زياته کړه :((زموږ مسووليت د ځمکې راګـرځول دى او د نقشې عملي کـول که څوک د دې ځمکې د ملکـيت دعوه لري، اسناد دې راوړي چې محکـمه او اراضي اداره پرېکـړه وکـړي او تصفيه او تثبيت شي؛ په دې ځای کې به معلمينو، د شهيدانو ورثه وو او نورو مستحقينو ته نومرې ورکـړل شي.))

خو ولايتي شورا د ياد ښارګـوټي د ځمکـو په راګـرځولو او د دې پروسې په برياليتوب ډاډه نه ده او وايي چې ياده چاره کلونه وړاندې هم پيل شوې وه، خو غصب کوونکو سره د مسوولينو د جوړجاړي له امله پاتې شوې وه.

د ولايتي شورا رييس الامير بهرامزی وايي، چې د دې ښارګـوټي د ځمکـې له غاصبينو سره د پخوانيو واليانو او امنيه قوماندانانو د جوړجاړي له امله د دې ښارګـوټي د نومرو وېش کلونه ځنډېدلی پاتې دی.

بهرامزي پژواک ته وويل چې که دا ځل دولت په دې اړه پرېکـنده اقدام ونه کـړي، نو پر وړاندې به يې خلک راپاڅوي.

دی وايي:((ډېر کلونه کېږي چې ډېرې دولتي او ښارګـوټو ته ځانګـړې شوې ځمکې مستحقينو ته نه دي ورکـړل شوې او دولت هم ځکه تر اوسه اقدام نه دی کـړی، چې د غاصبينو لخوا د وخت واليانو او امنيه قوماندانانو ته پيسې ورکـول کېدې او جوړ جاړی يې سره لاره. اوس دې ته کمېسيون ټاکل شوی، زموږ غوښتنه دا ده چې دوی له کوم جوړ جاړي پرته سم کار وکـړي.))

بل خوا د دې ځمکې په تـړاو د يادې سيمې اوسېدونکـو نن لاريون وکړ او ويې ويل چې د يادې ځمکې د پېړيو اسناد لري.

د بنوزيو قومي مخور شېر محمد پژواک ته وويل چې دا ځمکه د سيمې د اوسېدونکـو ده او له حکومت سره يې په اړه اسناد نشته.

دی وايي:((موږ  د دې ځمکې د ۲۰۰ کلونو اسناد لرو ، حکومت اسناد نه لري او خپلسري کارونه يې په کې پيل کـړي. له موږ نه دا ځمکه د پيسو لپاره ګـرځول کـيږي او ډېر مسوولين په کې پيسې اخلي.))

خو د پکـتيا د والي وياند عبدالله حسرت د لاريون کـوونکـو دا تورونه ردوي او وايي ، که څوک د دې ځمکې قانوني او شرعي اسناد ولري، محکمې ته دې مراجعه وکـړي.

حسرت زياته کړه :((دا د ځمکې د خوړلو لپاره حيله او بهانه او د ځينو کـړيو کار دی، که رښتيا هم چا سره سم اسناد وي، محکمې ته دې مراجعه وکـړي، که ځمکه د دوی حق وه، موږ د قانون تطبيق کوونکي يو، حق به يې ورکړل شي.))

په ګـردېز ښار کې ځينې نورې مهمې سيمې او ځايونه هم شته، چې د زورواکو لخوا په ډله ييز ډول غصب شوې دي.

د دولتي کارکوونکو او ښوونکو لپاره د ياد ښارګـوټي چارې لومړی ځل شاوخوا لس کاله وړاندې پيل شوې وې، خو د ستونزو له امله لا هم په خپل پخواني حالت پاتې دی.

د غصب شويو دولتي ځمکـو د راګـرځولو په اړه د ولسمشر له فرمان سره، سره  تر اوسه نه يوازې کومه ځمکه نه ده راګـرځول شوې، بلکې د ځمکـو غصب لا هم روان دی او لنډه موده وړاندې هم په ښار او ځينو سيمو کې د ځينو کـړيو او زورواکـو لخوا دولتي ځمکې لاندې او ودانۍ په کې جوړې شوې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement