د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکـتيا سوداګـرو د ستونزو نه حل په صورت کې د کار بنديز ګواښ وکړ

د پکـتيا سوداګـرو د ستونزو نه حل په صورت کې د کار بنديز ګواښ وکړ

Apr 16, 2017 - 13:37

ګردېز(پژواک،٢٧ورى٩٦):دپکـتيا سوداګـر،صنعت کاران او عمده پلورونکي شکايت کوي چې د مسوولو او غير مسوولو کـسانو لخوا ترې ډېرې پيسې اخيستل کـيږي او له دې امله له ګـڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی د وري په٢٧ مه د پکـتيا په سوداګـرۍ او صنايعو خونه کې په يوه خبري غونډه کې  خپلې ستونزې يادې کـړې او ويې ويل که ستونزې يې حل نه شي، نو کاربنديز به اعلان کـړي او د احتجاج په ډول به ګـردېز ښار  وتړي.

د پکـتيا د سوداګـرۍ او صنايعو خونې مشر عبدالنصير عالميار وايي چې وسله وال طالبان سوداګـرو ته د لوګـر او غـزني ولايت په اړوندو سيمو کې پارچې ورکـوي او له هـر سوداګـريز موټر څخه شاوخوا پنځه زره افغانۍ اخلي.

عالميار د ګـردېز ښار په څلورو دروازو کې هم له سوداګـرو سره له ناسم چلنده شکايت کـوي او وايي چې تېره ورځ هم ښار ته په يوه داخلېدونکې دروازه کې يو سوداګـر  سخت وهل شوی دی.

د يادې خونې مشر وايي:((د لوګـر په تنګي او د غزني په رامک او تاسنګ سيمو کې طالبان موټرو ته رسمي پارچې ورکـوي او له هر موټر څخه له څلورو تر پنځه زره افغانۍ اخلي، که څوک يې پارچه وانخلي، نو موټر يې سوځوي يا مالونو ته خطر او زيان رسوي.))

د سوداګـرو  يو اساسي شکايت دا هم دی چې په هغه اندازه خدمتونه ورته نه وړاندې کيږي، څومره چې محصول او پيسې ترې اخيستل کـيږي.

دوی دا هم وايي چې ښاروالي باید خپل عوايد په خپله ټول کـړي، خو په خبره يې چې اوسمهال د ښاروالۍ عوايد په قـرارداد ورکـړل شوي او د قـراردادي لخوا ټوليږي.

د پکـتيا د صنعت کارانو مشر اسماعيل دلدار هم شکايت کوي چې په لويو لارو کې د وسله والو لخوا د پيسو اخيستلو او زياتو ټکـسونو له امله له ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه: ((دولتي چارواکي زموږ ستونزو ته معقول ځواب نه لري، هم دولت ته ټکس ورکوو او هم طالبانو ته او د دې کار زور له بېچاره خلکو وځي.))

ملي سوداګـر حاجي عبدالرحيم هم روان حالت د نه منلو وړ بولي او وايي له سوداګـرو څخه په اخيستل کـېدونکو پيسو دې لږ تر لږه سوداګـرو ته لومړنۍ اسانتياوې برابرې شي.

دی وايي:((که اسانتياوې نه راته برابروي، ستونزې دې هم نه راته زياتوي؛ موږ يو ځای پيسې ورکوو، دوه يا درې ځايه پيسې نه شو ورکـولی؛ له دولت څخه مو غوښتنه ده چې زموږ د کار او امنيت لپاره جدي ګامونه واخلي او د غير قانوني پيسو اخيستلو مخه دې ونيسي.))

خو د ګـردېز ښاروال عصمت الله خالد بيا په دې اړه وايي چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لايحې سره سم ښاروالي کـولی شي خپل عوايد خپله ټول کـړي او يا يې په قـرارداد ورکـړي.

خو په خبره يې د دې لپاره چې د ښاروالۍ کارکوونکـي خپلې چارې پر مخ بوځي او څو ځايه مصروف نه شي، نو د ښار د څلورو دروازو عوايد يې په قـرارداد ورکـړي دي.

خالد د ښاروالۍ په دروازه کې د کوم سوداګـر وهـل کـېدل هم يوه جنايي پېښه بولي او وايي چې عاملين يې نيول شوي او زنداني شوي دي.

نوموړی وايي:((پخوا تجارانو او د ښاروالۍ مامورينو جوړجاړی سره کړی و، چې له تجارانو کمې پيسې واخلي، نو له ترانزيټ موټرو څخه يې هم پيسې اخيستې، خو د لايحې مطابق ښاروالي يوازې له هغو موټرو پيسې اخيستلی شي، چې په ښار کې تخليه کـیږي.))

ښاروال وويل چې د هر ډول غيرقانوني پيسو اخيستو مخه يې نيولې ده.

دغه راز  د پکـتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي چې له اصولو سره سم له سوداګرو  څخه پيسې اخيستل کيږي.

هغه د لارې په اوږدو کې له سوداګرو څخه د پيسو اخيستو په اړه وويل چې د ګاونډيو ولايتونو له واليانو سره په اړيکه کې دي او هڅه کوي ترڅو دغه ستونزه هواره کړي.

دی وايي:((دا يوه شريکه ستونزه ده، موږ انشاالله له ګاونډيو ولايتونو سره په اړيکه کې يو او دا ستونزه به حتمن حل کړو.))

د اړوندې موضوع په اړه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د ځينو امنيتي ستونزو له امله د دوى د ګمرک څانګه له سپين بولدک څخه د غزني ده يک ولسوالۍ ته انتقال شوې ده.

خو مجاهد وايي چې يواځې د څو مشخصو شرکتونو له موټرو څخه چې هېواد ته تېل او مبلائيل واردوي دوى  پيسى اخلي له هر موټر څخه يې نه اخلي.

هغه وويل چې په دې برخه کې دوى پلټنې کوي ځکه ځيني غله هم د طالبانو په نوم له موټرو څخه پيسې اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې له ګاونډي هېواد پاکـستان سره د پولو له تړل کـېدو سره سم د ګـردېز ــ پټان لويه او سوداګـريزه لاره هم وتړل شوه.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د تورخم او سپين بولدک سرحدي لارې پرانيستل شوې، خو د ګرديز- پټان لاره اوس هم تړلې ده. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement