د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتیا په جاني خېلو کې ۱۵ وسله وال وژل شوي

د پکتیا په جاني خېلو کې ۱۵ وسله وال وژل شوي

Apr 09, 2017 - 16:37

ګردېز (پژواک، ٢٠ ورى ٩٦): د پکتيا سيمه ييز چارواکي وايي چې په جاني خېلو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ١٥ طالبان وژل شوي دي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د جاني خېلو ولسوالۍ په کوټکي سيمه کې بريدونه کړي دي.

هغه وايي: ((طالبان راټول شوي وو، غونډه يې درلوده چې بهرنيو ځواکونو پرې بمبار کړى دى.))

د حسرت په وينا، په دغو بريدونو کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

وسله وال طالبان هم دغه بريد تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په جاني خېلو ولسواليو کې پر طالبانو هوايي بريد شوى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې يوازې درې طالبان وژل شوي دي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((د بريد پر مهال کومه جلسه نه وه، دغه درې طالبان په لاره روان وو چې بريد پرې شوى دى.))

جاني خېل د مرکز ګردېز شمال ته په ٨٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله لري.

د يادونې ده، شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو د جاني خېلو ولسوالۍ نيولې وه خو اوس يې کنټرول له امنيتي ځواکونو سره دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement