خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکـتيا د اطلاعاتو او کلتور رياست د اداري کمپلېکـس ودانۍ جوړېږي

د پکـتيا د اطلاعاتو او کلتور رياست د اداري کمپلېکـس ودانۍ جوړېږي

Jul 08, 2017 - 17:10

ګردېز (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٦): د پکـتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د اداري کمپلېکس د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې په بشپـړېدو سره به يې د ځای او اسانتياوو په برخه کې د ياد رياست ستونزې هوارې شي.

د پکـتيا والي شميم خان کټوازي د چنګاښ په ١٧مه د دې ودانۍ د جوړېدو لپاره له هند هېواد مننه وکړه او په ښه کيفيت د چارو په ترسره کېدو يې ټينګار وکړ.

کټوازي د اطلاتو او کلتور رياست د فعاليتونو په اهميت او ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل چې د افغاني کلتور، صنعت، موسيقي او نورو اړوندو چارو کې ياد رياست اساسي رول لري او د خپل فرهنګ غوړېدو ته بايد لازم پام او کار وکړي.

هغه زياته کړه: ((اطلات او کلتور زموږ مهمه برخه ده او که دوی ښه کاري ځای او امکانات ولري، نو کار به هم په ښه ډول وکولی شي، هيله من يو چې د دې برخې کار مو ډېر ښه شي؛ موږ هڅه کوو چې په هره برخه کې ښه او باکيفيته کارونه ترسره کړو.))

د پکـتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس محمدشفا مشفق پژواک ته وويل چې دا ودانۍ د هند په ٥٢،٥ ميليونه افغانۍ مالي مرسته جوړېږي.

مشفق وايي، ياد کمپلېکس ٣٣ اداري خونې، د غونډو تالار، روزنځای، ګالري، کتابتون او نور اړين ملحوظات لري چې د دوو افغاني شرکـتونو له خوا به ورغول شي.

دی وايي: ((دوست هېواد هند يې د جوړېدو مرسته کړې، په يو کال کې به يې کارونه بشپـړ شي؛ هغه توقع چې پکـتياوالو لرله، د دې کمپلېکس په جوړېدو به پوره او فرهنګي کارونه به ګړندي شي. زموږ اوسنی ځای ډېر تنګ او نامناسب دی، خو له دې سره به مو ډېری ستونزې حل شي.))

د پکـتيا د اطلاعاتو او کلتور رياست اوسمهال د ښار په مرکزي ساحه کې فعاليت کوي چې د ځای د تنګوالي له امله مناسب نه ګڼل کېږي او د ګالري، کتابتون، ارشيف، موزيم او د ځينو نورو برخو لپاره ځای نه لري.

پکـتيا د هېواد د ځينو نورو سيمو او ولايتونو په څېر ګڼ تاريخي ځايونه او ابدات لري چې ځيني يې د واورو، باران او نورو طبيعي پېښو له امله زيانمن شوي هم دي، خو اړوند وزارت او ادارو ورته تر اوسه هېڅ پام نه  دی کړی.

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement